افغانستان کرکټ بورډ به د سپتمبر له ۱۳مې تر ۱۷مې نېټې په ډهلي ښار کې د هند پر وړاندې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو کوربه وي.
د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه به د سپتمبر په ۱۳مه، دویمه په ۱۵مه او درېیمه په ۱۷مه نېټه د ډهلي په ارون جېټلي لوبغالي کې ترسره شي.
افغانستان تر دې وړاندې هم په هند کې له دغه هېواد سره د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو کوربهتوب او لوبې کړې دي، خو دا به لومړی ځل وي چې د هند پر وړاندې د یوې بشپړې دوه اړخیزې شل اوریزې لوبلړۍ کوربه توب کوي.
سرچینه : افغانستان کرکټ بورډ

