SHARJAH, UNITED ARAB EMIRATES - OCTOBER 25: Rashid Khan of Afghanistan in bowling action during the ICC Men's T20 World Cup match between Afghanistan and Scotland at Sharjah Cricket Stadium on October 25, 2021 in Sharjah, United Arab Emirates. (Photo by Alex Davidson/Getty Images)
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوری راشد خان تر دې دمه په نړیوال کرکټ کې له ۴۵۰ ډېرې ویکټې اخیستې دي او د نړۍ له مخکښو شل اوریزو توپاچوونکو څخه دی.
راشد خان په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې ۱۱۵ لوبې ترسره کړې، چې په ترڅ کې یې ۱۹۳ ویکټې اخیستې او ۶۲۲ منډې یې کړې دي.
هغه په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې د تر ټولو ډېرو ویکټو اخیستونکی لوبغاړی دی.
په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې خان تر دې دمه ۱۲۲ لوبې ترسره کړې، ۲۲۳ ویکټې یې اخیستې او ۱۴۵۸منډې یې کړې دي.
نوموړي په دې وروستیو کې یې د ایرلنډ پر وړاندې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې ۶ ویکټې واخیستې او په درېیمه لوبه کې یې ۳۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د ټیسټ کرکټ په برخه کې راشد خان ۶ لوبې ترسره کړې، چې ۴۵ ویکټې او ۱۵۴ منډې یې پکې ثبت کړې دي.
د ټیسټ کرکټ تر ټولو غوره توپاچوونه یې د ۶۶ منډو په بدل کې ۷ ویکټې دي.
د راشد خان نړیوال کرکټ د ۲۰۱۵ کال راهیسې روان دی او نوموړی لا هم د افغانستان د لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي.
سرچینه: شرق نیوز

