د کورنیو چارو وزارت ویلي، امنیتي ځواکونو حیرتان بندر کې د یوه مسافر وړونکي موټر د پلټنې پر مهال سلګونه زره بهرني اسعار چې په موتر کې په ماهرانه توګه ځای پر ځای شوي و کشف او ضبط کړي دي.
د یاد وزارت دمالوماتو له مخې امنیتي ځواکونو د دغو پلټنو پر مهال ۳۴۳زره ۷۲۵ یورو، ۲۰ زره ۴۸۰ امریکایي ډالر، ۷۸زره ۵۸۵ کاناډایي ډالر، ۵۹زره ۹۰۰ اسټرالیایي ډالر، ۱۴زره ۷۵۰ نیوزیلنډي ډالر، ۳۱۳زره او ۵۰ پونډ، ۴۲زره ۵۵۰ سویسي فرانک او ۶۰۰زره د سعودي ریال ترلاسه کړي دي.
مسوولینو ویلي، دغه اندازه پیسې په غیرقانوني ډول له هېواده بهر انتقالېدلې چې امنیتي ځواکونو یې د قاچاق مخنیوی کړی.
مسعود عربزی

