د ټولګټو چارو وزارت وایي د میدان وردګ امیان سړک د لومړي لاټ ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي بیارغونې چارې جریان لري .
ددغه وزارت لخوا خپره شوې خبرپانه وایي دا سړک د څه باندې ۸۵۸ میلیونه او ۴۵۰ زره افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرار داد شوې چې دا مهال یې د قیر اچونې چارې دوام لري .
خبرپاڼه کې راغلي یاد سړک د میدان وردګو ولایت له مرکز میدان ښار څخه پیل د ياد ولایت تر جلریز ولسوالۍ پورې رسیږي ، چې په اوږدو کې یې د دوو پایو پلونو، ګڼ شمېر پلګوټو او استنادي دیوالونو د رغونې چارې هم شاملې دي.
سرچینه زیاتوي د يادې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمیر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
مسعود عربزی

