پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وایي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د هېواد په ۱۵ولایتونو کې د سختو توپانونو، غره ښویېدنې او سېلابونو له امله ۱۰ تنه مړه شوي او ۶ ټپیان دي.
د دغې ادارې د مرستیال ویاند تاج محمد همت په وینا، سېلابونو نږدې ۲۱۵ زره کورونه په بشپړ او ۴۳۷ په جزوي ډول ویجاړ کړي او خلکو ته نور درانه مالي زیانونه هم اوښتي.
د نوموي په خبره پدې موده کې۱۰۸ څاروي تلف شوي او ۳۸۸۱ جریبه کرنیزه ځمکې حاصلات زیانمن شوي او ددې ترڅنګ څه باندې ۲۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې هم دي .
پر همدې مهال د ټولګټو چارو وزارت وايي، بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو د رسوبي موادو څخه د سړکونو پاکولو چارې جریان لري.
ددغه وزارت له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پروان سیاهګرد ولسوالۍ د فندقستان په سیمه کې تړل شوې لار تېره شپه پرانېستل شوه او دا مهال د زیانمنو برخو د ترمیم چارې روانې دي.
سرچینې همداراز د پنجشنبې ورځې سیلابونو ته په اشارې لیکلي، د پنجشیر، کاپیسا، پکتیا، خوست او نورستان ولایتونو ځېنې لارې چې په موقتي ډول تړل شوې وې، بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوي او په دې مسیرونو کې د وسایطو تګ راتګ په عادي ډول جریان لري.
راپور : شمس الرحمن صاحبزاده

