د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سید کریم هاشمي په کابل کې د هند له سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې لیدنه کې د صادراتو پر زیاتوالي، د سوداګرۍ برخه کې د اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د سوداګریزو ویزو ترلاسه کولو بهیر پر اسانه کولو، د لوژستیکي خدماتو پر ښه والي، او د کرنې، کانونو او لاسي صنایعو په برخو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار شوی.
همداراز دواړو لوریو ژمنه کړې چې ګډ نندارتونونه او د خصوصي سکټور ترمنځ اوږد مهاله مشارکتونه لا پیاوړي کړي.
مسعود عربزی

