د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد، په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وروستۍ څرګندونې رد کړې دي.
مجاهد ملي نیوز ته ویلي، داعش ډله په افغانستان کې په بشپړه توګه ځپل شوې او هېڅ ډول فزیکي شتون نه لري.
د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه پر ټول هېواد بشپړ کنټرول لري او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره د اندېښنې هېڅ دلیل نشته.
دا غبرګون وروسته له هغه څرګند شوی، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یوې سیمهییزې غونډې پر مهال ویلي و، داعش خراسان لا هم د منځنۍ اسیا لپاره یو جدي امنیتي ګواښ ګڼل کېږي او هڅه کوي افغانستان د خپلو فعالیتونو د پراختیا لپاره وکاروي.
مسعود عربزی

