د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د عامي روغتیا وزرات تر چتر لاندي د پولیو د برخي څخه د ۵۵ میلیونه افغانیو په ارزښت دولسوالۍ د کچي د روغتیايي مرکز د جوړیدو چاري پیل شوې دي.
مسولین وايي یاد روغتیايي مرکز به د یو کال په موده کې بشپړ شي او د سیمي شاوخوا ۱۰۰ زره اوسیدونکو ته به روغتیايي خدمات وړاندي کړي.
د سیمي ځايي مسولین بیا د روغتیايي خدماتو په برخه کې د یاد روغتیايي مرکز جوړیدل ارزښتمند بولي او وايي پدي سره به د ځايي خلکو ستونزي تر ډیره حل شې.
دوۍ زیاتوي نه یواځي د ناړۍ ولسوالۍ لپاره دا روغتیايي مرکز ګټور دی بلکې د نورستان د کامدیش او برګمټال ولسوالیو د اوسېدونکو روغتیايي ستونزي به هم ورسره حل شې.
دیاد روغتیايي مرکز د جوړیدو په برخه کې د سیمي لسګونه ځايي اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده .
ځايي کارکوونکي ددغه ډول ګټورو پروژو د لا ډیریدا په برخه کې د مسولینو د نوري پاملرني غوښتنه هم کوې.
یاد روغتیايي مرکز په پنځه جریبه ځمکه کې جوړیږي او تخنیکي مسولین يي د کار په ښه کیفیت ټینګار کوې.
د روغتیا ریاست مسولین ډاډ ورکوې چې د کونړ په ټولو لرو پرتو سیموکې به میشتو خلکو ته په روغتیایي برخه کې خپلو ورته خدماتو ته دوام ورکوې.
راپور : پرویز مومند

