د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر خالد حنفي ننګرهار ته د سفر پر مهال د ختیځې سیمې د امربالمعروف ریاست له مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او بانفوذه کسانو سره ناسته وکړه.
په دې ناسته کې نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې د امربالمعروف ریاستونو له محتسبینو سره د منکراتو د مخنیوي، د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون او اسلامي شریعت د پلي کېدو په برخه کې همکاري وکړي.
حنفي وویل امریکا او بهرنیانو یوازې فزیکي نه، بلکې فکري او عقدوي یرغل هم کړی و او د دغو برخو رغونه ګډو هڅو ته اړتیا لري.
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل چې د بهرنیو تبلیغاتو تر اغېز لاندې نه راځي او د حکومتي مسوولینو ملاتړ وکړي.
نوموړي همداراز وویل چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته سلګونو زرو ښځو ته د میراث، مهر او نورو حقونو د ترلاسه کولو زمینه برابره شوې ده.
د ناستې ګډونوالو د دغه ډول غونډو هرکلی وکړ او د امربالمعروف د چارو په برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
راپور: سباوون ساحل

