ننګرهار کې د امنیه قوماندانۍ د نشي توکو پرضد د مبارزې پولیسو د غني خيلو ولسوالۍ اړوند سیمه کې د يو لړ ځانګړو عملیاتو په لړ کې څلور تنه د څلور څلوېښت زره درې سوه شپږ اویا زیکب نشي ګولیو ، اته ووېشت کیلوګرام چرس ، شل کیلوګرام تاریاک او يو میل روسي کلاشنکوف سره یوځای نیولي دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي نیول شویو کسانو په خپل ترسره کړي جرم اعتراف کړی ، چې عدليي او قضايي ارګانونو ته به يې وروپيژني.
د نیول شویو د ډلې يې يوه هغه خبریالانو سره په خبرو کې دا ومنله چې ذکر شوي نشي توکو سره په خپل کور کې د پولیسو په چاپه کې نیول شوي دي.
په همدې حال کې د جلال اباد ښار اوسیدونکي د نشي توکو پرضد د پولیسو د ترسره کړي دغه اقدام ستاینه کوي ، خو د جنايي جرمنو د ډيروالي په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له امنیتي کسانو په دغه برخه کې هم د جدي هلو ځلو د ترسراوي غوښتنه کوي.
د ننګرهار امینه قوماندانۍ مسوولین بیا د نشي توکو او جنايي جرمونو د مخنيوي په برخه کې ولس ته د جدي هلو ځلو د ترسره کیدو ډاډ ورکوي او زیاتوي ، چې هیچا ته به د دې اجازه ورنه کړي ، چې د ټولنې فزیکي او رواني حالت ګډوډ کړي.
دا په داسې حال کې ده ، چې تر دې وړاندې هم د دغې امنیه قوماندانۍ پولیسو په دغه ولایت کې د بیلابیلو اجراتو په لړ کې يو شمیر د جنايي جرمونو او نشي توکو پلورونکي ، کاروباریان او قاچقبران نیولي دي.
راپور : مسعود عربزی

