د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویلي، د روانې اونۍ په بریدونو کې یې په ایران کې له ۳۰۰ ډېر پوځي هدفونه په نښه کړي دي.
د سنټکام په وینا، یوازې په وروستي پړاو کې شاوخوا ۱۴۰ هدفونه د جنګي الوتکو، بېپیلوټه الوتکو او سمندري بېړیو له لارې ویشتل شوي دي.
سنټکام وايي، په دغو بریدونو کې د ایران د توغندیو او ډرونونو مرکزونه، د مهماتو زېرمتونونه، سمندري وړتیاوې، مخابراتي شبکې او د ساحلي څارنې مرکزونه په نښه شوي، څو په هرمز تنګي کې د ملکي او سوداګریزو بېړیو پر وړاندې د ایران وړتیا کمه شي.
بلخوا، د ایران پوځ ویلي چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په کویټ کې د امریکا د پاتریوت دفاعي سیسټم، د مهماتو یو زېرمتون او راداري مرکز، او همداراز په بحرین کې یو مخابراتي او راداري مرکز د ډرونونو په وسیله په نښه کړي دي.
سپاه پاسداران هم ادعا کړې چې د عمان د دُقم بندر کې یې د امریکایي ځواکونو لوژستیکي او د سونتوکو رسولو تأسیسات ویشتي دي.
دغه ځواک همداراز خبرداری ورکړی چې هرمز تنګی به تر بلې خبرتیا تړلی وي او که امریکا یا متحدین یې نور پوځي اقدامات وکړي، سخت ځواب به ورکړل شي.
سرچينه: بی بی سي

