د ریاستالوزرا اداري مرستیال وایي د اسلامي امارت مشر د حکم له مخې په څلورو نورو برخو کې مالیاتي تخفیفونه نافذ شوي دي.
مولوي عبدالسلام حنفي وایي، له نن وروسته به په څلورو کټګوریو کې له ۱۰ تر ۵۰ سلنې پورې مالیاتي تخفیفونه پلي شي.
حنفي زیاته کړې، له دې وروسته به هغه حقیقي اشخاص چې میاشتنۍ ګټه یې تر یو لک او ۲۰ زره افغانیو پورې وي، په بشپړه توګه له مالیې معاف وي.
حکومتي چارواکي وایي، اسلامي امارت د خلکو د ورکړل شویو مالیاتو پر مټ د هېواد چارې پرمخ وړي او د مالیې ورکونکو لپاره یې بېلابېلې اسانتیاوې رامنځته کړې.
دوۍ هېوادوالو ته په خطاب کې وایي، که له هر سوداګر او یا بل وګړي اضافي مالیه اخیستل شوې وي د دوی ضامن او ځواب ویونکي دي او ډاډ یې ورکړی، چې د خلکو مالیات په خپلو ځایونو کې لګول کیږي.
حکومتي مسوولین زیاتوي، د مالیاتو کمښت د عوایدو د زیاتوالي او د پانګونې د هڅونې لامل شوی او هغوۍ له کورنیو او بهرنیو پانګهوالو غواړي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
چارواکو زیاته کړه اسلامي امارت په تېرو پنځو کلونو کې خلکو ته په ۱۳بېلابېلو برخو کې تخفیفونه ورکړي او دا لړۍ به راتلونکي کې هم دوام لري.
راپور : نصیر احمد مشواڼی

