د کونړ ولایت د مرکز اسداباد په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د پولیو واکسین اووه ورځنی کمپاین پیل شو.
د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، په دې کمپاین کې به تر پنځه کلنۍ ښکته شاوخوا ۱۲۰ زره ماشومانو ته د پولیو دوه څاڅکي او زرقي واکسین ورکړل شي.
چارواکي وایي، کمپاین د نږدې ۵۰ همغږو کوونکو او شاوخوا ۲۰۰ رضاکارانو په مرسته ترسره کېږي.
د کونړ د عامې روغتیا رئیس له کورنیو وغوښتل چې د خپلو ماشومانو واکسین ته پاملرنه وکړي او له روغتیايي ډلو سره همکاري وکړي.
په ختیځ زون کې د یونیسیف استازو هم د کمپاین پر بریالي پلي کېدو ټینګار کړی او له کورنیو یې غوښتي چې د واکسین د تطبیق پر مهال له رضاکارانو سره مرسته وکړي.
همدارنګه، د پولیو ناروغۍ یو اغېزمن کس له ټولو کورنیو وغوښتل چې خپل ماشومان واکسین کړي، څو د دې دایمي معلولوونکې ناروغۍ مخه ونیول شي.
د کمپاین د پیل په لومړۍ ورځ د عامه پوهاوي په موخه د بېلابېلو رسنیو خبریالانو ته یو ورځنی سیمینار هم جوړ شو.
راپور : پرویز مومند

