د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په درین درې کې د ۲۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.
دغه سړک د حکومت له خپلې بودیجې څخه جوړېږي چې په بشپړېدو سره به نږدې ۵ زره سیمه ییزو اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې کړي.
ځايي اوسېدونکي د دې پروژې پیل د خپلې سیمې لپاره مهم پرمختګ بولي او وايي، د سړک جوړېدل به د دوی د اوږدمهاله ستونزو په کمېدو کې مرسته وکړي او خلک به د اساسي لارې له اسانتیاوو برخمن شي.
د غازي اباد ولسوالۍ ځايي مسولین هم د دغه سړک د جوړېدو هرکلی کوي.
دوی وايي، د دې پروژې لپاره یې له مرکزي حکومت سره څو ځله غوښتنې شریکې کړې وې، چې اوس یې عملي چارې پیل شوې او د جوړېدو بهیر یې په چټکۍ روان دی.
مسولین له حکومتي ادارو غواړي چې د غازي اباد ولسوالۍ په نورو رغنیزو برخو کې هم لا ډېره پاملرنه وکړي، څو د سیمې د خلکو اړتیاوې پوره شي.
بل لور ته، د غازي اباد ولسوالۍ امنیتي مسولین وايي، هره اداره، موسسه او بنسټ چې غواړي په دې ولسوالۍ کې د بیارغونې او پرمختیايي چارو لپاره فعالیت وکړي، د بشپړ امنیت ډاډ ورکول کېږي.
د مسولینو د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې راتلونکې کال د کونړ ولایت لرو پرتو درو ته هم نوي او اساسي سړکونه جوړ شي، چې په بشپړېدو سره به یې ګڼ شمېر خلک د ترانسپورټي اسانتیاوو څخه برخمن شي.
راپور : پرویز مومند

