د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې له ایران او پاکستان څخه د سه شنبې په ورځ ۴۹۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۱۵ تنو ته رسیږي هیواد ته بېرته راستانه شول .
فطرت لیکلي پدې لړ کې د تورخم له لارې (۴۱۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۱۹۹) تنه و، هېواد ته راستنې او له تورخم څخه (۴۰۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۳۲) تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۸۷۴۰۴۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او له (۳۹۵) کورنۍ سره ټولټال (۳۳۲۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
نوموړی لیکي د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۷۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۷۵) تنه و، هېواد ته راستنې او له سپین بولدک څخه (۴۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۴) تنه و، بېلا بېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۵۰۸۶۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او له (۷۴) کورنۍ سره ټولټال (۶۰۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې .
دی وایي د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۲) تنه و، هېواد ته راستنې او له (۷) کورنیو سره ټولټال (۵۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې.
هغه وایي د هلمند ولایت د بهرامچې له لارې (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹) تنه و، هېواد ته راستنې او له بهرامچې څخه (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹) تنه و، بېلا بېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۷۵۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او له (۲) کورنۍ سره ټولټال (۱۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
مرستیال ویاند وایي د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له کابل څخه (۹۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۱۲) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۳۳۵۰۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لخوا یادو راستنو شویو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هغه دغه راز وړاندې لیکي په ننګرهار کې (۲۳۷)، فراه کې (۹۰)، هلمند کې (۱۹۰)، فاریاب کې (۷۲)، او نیمروز کې(۲۶) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې .
نوموړی زیاتوي په تېره یوه اوونۍ کې ټولټال (۶۱۵) کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې او همدارنګه تر دې مهاله د وېشل شوو نمرو مجموعي شمېر (۵۷۷۳۰) ته رسېدلی او دا لړۍ دوام لري.
راپور : مسعود عربزی

