د کورنیو چارو وزارت وایي د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې یې د غلا په تور ۶ تنه د بېلابېلو عملیاتو پرمهال نیولي دي .
ددغه وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي په هرات کې یو تن د دوو موټرو د غلا، په جوزجان کې درې تنه له یوه کوره د غلا، په پکتیکا کې یو تن د غلا او په دایکندي کې یو بل تن د یوه موټرسایکل د غلا په تړاو نیول شوي دي.
مسعود عربزی

