د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمداله فطرت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې له ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه د شنبې په ورځ ۴۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۷۱ تنه کیږي بېرته راستانه شول .
فطرت لیکي د تورخم له لارې (۳۶۷) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹۴۹) تنه و، هېواد ته راستانه او له تورخم څخه (۱۴۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۷۴) تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۶۸۳۶۸۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او له (۲۳۱) کورنۍ سره ټولټال (۱۸۹۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
نوموړی لیکي د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۳۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۶۲) تنه و، هېواد ته راستنې او له سپین بولدک څخه (۲۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۹) تنه و، بېلا بېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۳۳۱۸۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او له (۳۰) کورنۍ سره ټولټال (۲۵۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
هغه لیکلي د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۱۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۰) تنه و، هېواد ته راستنې او له (۱۵) کورنیو سره ټولټال (۱۰۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې .
مرستیال ویاند وایي د هلمند ولایت د بهرامچې له لارې (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰) تنه و، هېواد ته راستنې او له بهرامچې څخه (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰) تنه و، بېلا بېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۴۰۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او له (۲) کورنۍ سره ټولټال (۱۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
هغه څرګندوي د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لخوا یادو راستنو شویو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند دغه راز څرګنده کړې چې د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې لخوا په ننګرهار کې (۲۶۱)، فراه کې (۱۰۲)، هلمند کې (۲۳)، فاریاب کې (۱۲۰)، بلخ کې(۱۰۰)، او نیمروز کې(۳۹) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې .
هغه زیاته کړې په تېره یوه اوونۍ کې ټولټال (۶۴۵) کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي. همدارنګه تر دې مهاله د وېشل شوو نمرو مجموعي شمېر (۵۶۳۳۹) ته رسېدلی او دا لړۍ دوام لري.
راپور : احسان تسل

