د ټولګټو چارو وزارت وايي کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ کې د ۱۳.۴ کیلومتره سړک د جوړولو پروژه د ۳۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې اودا مهال یي رغنیزې چارې د ۲۲ سلنه فزیکي پرمختګ سره په چټکۍ سره جریان لري.
ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي د دې پروژې په اوږدو کې د ۲۰ متره اوږدوالي سره یوه پل، ۹۱ پایو پلګوټو، ۲۹۷۰ متره سنګکارۍ ویالې، ۳۲۴۵ متره سنګ فرش ویالې او ۱۸۸۲ متره استنادي دېوالونو د جوړولو چارې هم شاملې دي.
حق شناس وایي دا مهال د دې مسیر د هموارکارۍ چارې ۱۰۰ سلنه او د سړک د بدنې د کیندنې او پرکارۍ چارې څه باندې ۹۵ سلنې بشپړې شوې دي.
مسعود عربزی

