په ننګرهار ولایت کې د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خیریه بنسټ له خوا د پاکستانه په جبر راستانه شویو ، بیوزله او کورني بېځايه شویو زره کورنیو سره د خوراکي توکو د مرستو لړۍ پیل شوه .
د مرستو دغه لړۍ د کډوالو چارو ریاست تر چتر لاندې د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ درې سوه کورنیو سر د اوړو ، غوړیو ، لوبیا ، بورې او وریجو په ورکړې سره پیل شوه .
د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست مسوولین بیا د یاد بنسټ د شویو مرستو مننه کوي او زیاتوي چې له پاکستانه په جبر راستانه شوي بیا لا ډيرو مرستو ته اړتیا لري.
د مرستو ترلاسه کوونکو له پاکستانه په جبر راستانه شوي بیا له شوې مرستې مننه کوي او د لا زیاتو مرستو د ترسراوي غوښتنه کوي.
د یادونې وړ ده ، چې د کډوالو چارو ریاست مسوولین وايي لا هم هر ورځ د پاکستانه په جبر د تورخم دروازې له لارې کابو پنځه سوه کورنۍ هیواد ته راستنیږي
راپور : سباوون ساحل

