د دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب “مجاهد”، شمال ختیځو سیمو ته د خپل سفر په ترڅ کې د بدخشان ولایت د کران و منجان، د زیباک له توپخانې، واخان او پامیر ولسوالیو څخه لیدنه وکړه.
مجاهد د خپل سفر پر مهال د افغانستان له هغو مهمو ستراتیژیکو سرحدي سیمو څخه هم لیدنه وکړه چې له چین، تاجکستان او ډیورنډ کرښې سره نښتي دي.
دفاع وزیر ټینګار وکړ، چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او سرحدونو ساتنه د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ مسؤلیت دی.
هغه زیاته کړه چې د سرحدي ځواکونو د وړتیاوو د لوړولو، لازمې همغږۍ او اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره به لا ډېرې هڅې ترسره شي.
مسعود عربزی

