د چین ولسمشر شي جين پینګ ویلي چې د تایوان مسئلې حل او د هېواد بشپړ یوځای کېدل یو نه بدلېدونکی تاریخي ماموریت دی.
هغه د ګوند د ۱۰۵مې کلیزې په مناسبت په یوې غونډه کې ټینګار کړی، چې تایوان کې به د یو چین اصل او د ۱۹۹۲ توافق ته دوام ورکړي او د بېلتون غوښتونکو ځواکونو پر وړاندې به پرېکنده دریځ ولري.
شي جين پینګ همداراز ویلي، چې چین به د نړۍ په کچه د عصري پوځ جوړولو بهیر چټک کړي او د ملي دفاع او د پوځ نوي کول به په ټاکلي وخت بشپړه کړي.
هغه زیاته کړې، چې پیاوړی هېواد باید پیاوړی پوځ ولري او چین به د نړیوالې سولې او پرمختګ په برخه کې خپل رول نور هم پیاوړی کړي
سرچینه : باختر اژانش

