د ننګرهار د چاپیریال ساتنې ریاست د نوی ودانۍ چاري د چاپیریال ساتنې د مرکزي ادارې د مشرتابه لخوا د بنسټ ډبرې په کېښودلو سره پیل شوې.
د چاپیریال ساتنې د مرکزي ادارې رييس وايي دغه ودانۍ د څه د پاسه اته میلیونه افغانيو په ارزښت جوړيږي ، چې چارې به يې په اتو میاشتو کې بشپړې شي.
د دغه رياست کارکوونکو د اوږدې مودې راهیسي خپلې ورځنۍ چارې په يوه کرايه کور کې پرمخ بیولي ، چې د مسوولینو پروینا د دغې ودانۍ په جوړيدو سره به يې ستونزې راکمي او چارې به يې اسانه شي.
دا ودانۍ به دوه پوړه ، يوه تل خونه ، يولس ادارې خوني ، دوه پخلنځي ، شپږ تشنابونه به ولري ، چې د چارو ترسره کوونکي شرکت مسوولین يي د چارو پروخت او معياري شکل د بشپړیدو ډاډ ورکوي.
د دغه ودانۍ د چارو د پیل پرمهال د چاپیریال ساتنې ادارې مشرتابه خپلو ولایتي مسوولینو ته يو لړ لازمې سپارښتنې هم وکړي او زیاته کړه چې د دغې ودانۍ د جوړيدو وروسته دې ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي .
دوي همداراز پلي کوونکي شرکت مسوولینو ته هم وويل چې د چارو پرمهال دې کیفیت ته پام وکړي
راپور : سباوون ساحل

