محمد نبي عیساخېل د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ټولچاری لوبغاړی د شپږیزه کرېکټ لیګ په درشل کې هېواد ته راستون شو.
نوموړی به د سږني پړاو په سیالیو کې د مسعینک لوبډلې په ترکیب کې ولوبېږي، چې د هېواد له مخکښو کورنیو لوبډلو څخه ګڼل کېږي.
شپږیزه کرېکټ لیګ د افغانستان د کورني کرېکټ له مهمو او په زړه پورې سیالیو څخه شمېرل کېږي، چې هر کال د ملي او ځوانو لوبغاړو د وړتیاوو د څرګندولو لپاره ښه زمینه برابروي.
دغه سیالۍ به راتلونکې چهارشنبې په ورځ د خوست ولایت په مرکز کې رسماً پیل شي، چې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه به پکې لوبډلې او ستوري لوبغاړي برخه واخلي
مسعود عربزی

