تېرشپه يو ځل پاکستاني پوځي رژيم افغان هوايي حریم نقض کړی او د کونړ ولایت منورې ولسوالۍ کې د يوه ملکي وګړي په کور برید کړی، چې دیرش څاروي له منځه تللي او ګڼ مالي زیان وراوښتی دی.
د دغه ولایت او د ختيځ ننګرهارولایت وګړي دغه بريدونه غندي او له نړيوالۍ ټولنې د دغه بریدونو د مخنيوي او مستند کيدو غوښتنه کوي
د کونړ او ننګرهار ولایت اوسیدونکو دغه برید غندلي او زیاته کړي ده چې پاکستاني پوځي رژيم تل بې ګناه ولسي وګړي په نښه کړي او په دغه ډول بریدونو کې میرمنو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولي ده .
په همدې حال کې د افغان حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي د کونړ په ګډون په پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د تېرې شپې په بریدونو کې د ماشومانو او ميرمنو په ګډون ۳۶ تنه شهیدان او ۱۶۳ تنه ټپیان شوي دي.
د دغه بریدونو په لړ کې بیا زیاته مرګ ژوبله د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ مندوخیلو سیمه کې اوښتي ، په دغه سیمه کې د يوه برید وروسته ، په ژغورونکو بیا ځلي پاکستاني پوځي رژيم الوتکو بریدکړي او درانه مالي او ځاني زیان يې اړولی دی.
راپور : سباوون ساحل

