د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې بریدونو په غبرګون کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړی.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغو بریدونو تړاو یې خپل شدید او قاطع اعتراض ورته وړاندې کړی.
ددغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې بهرنیو چارو وزارت پاکستاني شارژدافیر ته یې د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي وګړو پر کورونو د بمبارۍ په تړاو یې خپل شديد او قاطع اعتراض ورته وړاندی کړی.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په دې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي اسلامي امارت دغه بریدونه د نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او د هېوادونو د ملي حاکمیت ښکاره نقض بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
خبرپاڼه وایي دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان له کرښې څخه په سلګونو کیلومتره لرې د پاکستان په ځینو ښارونو او ډیرو خوندي سیمو کې رامنځته شويو امنیتي پېښو، چاودنو او بریدونو پلان بېله کوم معتبر سند او شواهدو افغانستان ته منسوبوي بلکې له تېرو څو کلونو راهیسې یې د خپلو امنیتي او سیاسي ناکامیو د پټولو په موخه پر افغانستان د بېبنسټه تورونو د لګولو او د ستونزو د انتقال هڅه کړې، او په مکرر ډول یې د زور او نظامي تېري له لارې د دغو ستونزو د حل ناکامه تګلاره خپله کړې
په داسې حال کې چې دا ډول چلند نه یوازې د موجودو ستونزو د حل لاره نه ده، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا، ګاونډیتوب اړیکې او د سیمې امنیت او ثبات ته هم جدي زیان رسوي
سرچینه: پژواک خبري اژانس

