وینزویلا کې د وروستیو سختو زلزلو له امله د انساني تلفاتو شمېر په پرلهپسې ډول لوړېږي.
د وروستیو معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۹۲۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا څلور زره نور ټپیان شوي دي.
ژغورونکې ډلې لا هم هڅه کوي هغو کسانو ته ورسېږي چې د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي.
د ژغورنې کارکوونکي اندېښنه لري چې د ژوندي پاتې شویو د موندلو لپاره مهم فرصت یا «طلایي وخت» د پای ته رسېدو په حال کې دی.
په پلازمېنه کاراکاس، لا ګویرا او نږدې سیمو کې ګڼې کورنۍ بېکوره شوې او د لنډمهاله سرپناه له کمښت سره مخ دي.
یو شمېر اوسېدونکو شکایت کړی چې مرستې ورو رسېږي او له ملکي رضاکارانو یې غوښتي چې د خاورو پاکولو او ژغورنې په عملیاتو کې ونډه واخلي.
روغتیايي چارواکي وایي، د بودجې د اوږدمهاله کمښت له امله د هېواد روغتیايي بنسټونه د دومره لوی شمېر ټپیانو د درملنې بشپړ توان نه لري، چې له امله یې پر روغتونونو فشار زیات شوی دی.
بل لور ته، نړیوالې مرستې هم روانې دي او د امریکا پوځي ځواکونه د ژغورنې په عملیاتو کې د ملاتړ لپاره وینزویلا ته رسېدلي دي. همدارنګه، د ژغورنې تجهیزات او درنې ماشینرۍ زیانمنو سیمو ته لېږدول کېږي.
په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې تر ۵۰ زره زیات کسان لا هم نادرکه دي. د وینزویلا د ولسي جرګې مشر ویلي چې سلګونه ودانۍ، روغتونونه، سوداګریز مرکزونه او نور عامه جوړښتونه زیانمن شوي دي.
د هېواد سرپرستې ولسمشرې هم ویلي چې د لومړنیو زلزلو وروسته تر اوسه له ۲۰۰ څخه زیاتې کمزورې زلزلې ثبت شوې دي، چې د خلکو اندېښنې یې نورې هم زیاتې کړې دي.
سرچينه : پژواک

