د احصایې او معلوماتو عمومي اداره وایي، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د اسان خدمت او د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش د ۸۷ څانګو له لارې ۳۸۱ زره او ۲۰۹ کسانو ته برېښنایي پېژندپاڼې ورکړل شوې دي، چې له دې ډلې ۲۷۹ زره او ۱۳۳ نارینه او ۱۰۲ زره او ۷۶ ښځینه دي.
ادې ادارې زیاته کړې، چې په همدې موده کې تر ټولو ډېرې پېژندپاڼې په کابل ولایت کې وېشل شوې، چې شمېر یې ۱۰۲ زره او ۲۲۷ ته رسېږي. له کابل وروسته ننګرهار کې ۳۶ زره او ۳۳۵، هرات کې ۳۳ زره او ۲۶۶، کندهار کې ۲۱ زره او ۸۸۴ او بلخ کې ۱۷ زره او ۵۶۶ پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
د معلوماتو له مخې، د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش له پیل تر اوسه شاوخوا ۱۷ میلیونه او ۸۷۰ زره هېوادوالو ته دغه پېژندپاڼې ورکړل شوې دي.

