د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت په کابل کې د افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان، قرغزستان او اذربایجان د فکري مرکزونو لومړۍ ګډه غونډه د «سیمهییزو همکاریو په پراختیا کې د فکري مرکزونو ستراتیژیک رول» تر سرلیک لاندې ترسره شوه
په دې غونډه کې د یادو هېوادونو د څېړنیزو مرکزونو استازو ګډون درلود
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي وویل چې د افغانستان او منځنۍ اسیا اړیکې د همکاریو پر بنسټ پراخې شوې دي او د سیمې هېوادونه باید د ګډو څېړنیزو او علمي میکانېزمونو له لارې نږدې کار وکړي
هغه افغانستان د سیمې د اتصال مهم پل وباله او ټینګار یې وکړ چې د کاسا-۱۰۰۰، ټاپي، افغان ټرانس رېل پټلۍ او لاجورد دهلېز په څېر پروژې د دقیقو څېړنیزو مطالعاتو ملاتړ ته اړتیا لري
متقي زیاته کړه چې د سیمې د واقعیتونو بومي روایت باید د همدې سیمې د څېړونکو له خوا وړاندې شي
هغه دا هم وویل چې علمي او څېړنیزه همکاري د هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماسۍ تر ټولو اغېزمنه لاره ده او افغانستان چمتو دی خپلې علمي اړیکې له منځنۍ اسیا او اذربایجان سره لا پراخې کړي

