کونړ د هېواد په ختیځ کې پروت هغه ولایت دی چې په اوړي کې پکې هوا ډېره توده وي او د سیمې ډېری اوسېدونکي د کورونو د یخ ساتلو لپاره د کولرپکیو کارولو ته مخه کوي
په همدې حال کې هغه کولرونه چې په محلي ډول جوړېږي او ډېری یې د لمریزې انرژۍ پر بنسټ کار کوي د وارداتي کولرونو په پرتله ارزانه او د کم برېښنا مصرفوونکي بدیل ګڼل کېږي
د کولرپکیو جوړونکي وایي چې د اوړي په درې میاشتو کې یې کار ډېرېږي او خلک د بېلابېلو ولسوالیو څخه د اخیستو لپاره اسعداباد ښار ته ورځي
جوړونکي زیاتوي چې دا ډول سیمهییز نوښتونه نه یوازې د خلکو اړتیاوې پوره کوي بلکې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې هم مهم رول لري
د برېښنا د لګښت زیاتوالی او د عصري یخولو سیسټمونو محدود لاسرسی هغه عوامل دي چې ډېرې کورنۍ یې دې ته اړ کړې چې ځایي حللارو ته مخه کړي
په اسعداباد ښار کې لسګونه کسان د کولرپکیو په جوړولو بوخت دي او د همدې لارې د خپلو کورنیو لپاره عاید ترلاسه کوي

