د پکتیا ولایت یوه اوسېدونکي حبیب الرحمن نوري له سلو کلونو زیاته لرغونې توره ملي موزیم ته وسپارله
نوموړي ویلي دغه توره ورته له خپل نیکه څخه په میراث پاتې شوې ده
د هغه په وینا نیکه یې د امیر حبیب الله خان ساتونکی و او دا توره یې د انګرېزانو پر ضد په مبارزو کې کارولې وه
حبیب الرحمن نوري څرګنده کړه چې د دې تاریخي اثر سپارل د تاریخي او فرهنګي میراثونو د ساتنې د دود د پیاوړتیا لپاره ترسره شوي څو نور خلک هم وهڅول شي چې خپل ارزښتناک لرغوني اثار د خوندي ساتنې لپاره ملي موزیم ته وسپاري
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د نوموړي له دې ګام څخه ستاینه وکړه او له هېوادوالو یې وغوښتل چې د تاریخي اثارو د راټولولو او ساتنې په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري وکړي
د ملي موزیم مسوولینو ویلي یاده توره د اسلامي دورې له مهمو تاریخي اثارو څخه ده او په موزیم کې به د یوه ارزښتناک میراث په توګه په خوندي او مناسب ډول وساتل شي
د یادونې وړ ده چې حبیب الرحمن نوري تر دې وړاندې هم ملي موزیم ته یو بل تاریخي اثر سپارلی و

