د هند د هوايي ځواک یوه ترانسپورتي الوتکه د اسام ایالت د جورهات سیمې په یوه هوايي ډګر کې د ښکته کېدو پر مهال له پېښې سره مخ شوې او لوېدلې ده
د هند هوايي ځواک په خپره کړې خبرپاڼه کې د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې د الوتکې د لوېدو د علتونو او احتمالي مرګژوبلې د معلومولو لپاره پلټنې پیل شوې دي
چارواکو تر اوسه د الوتکې د عملې او سپرلیو د وضعیت او همدارنګه د تلفاتو د شمېر په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره کړي
د پېښې له ځایه د ژغورنې او بیړنیو مرستو ډلې سیمې ته رسېدلې او د وضعیت ارزونه روانه ده

