په ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه په لومړي ځل په طوطاخیل خصوصي روغتون کې د لاپراسکوپي یا بېڅیرې جراحي څانګه پرانستل شوه
دغه څانګه د پوستکي د کوچنیو سوریو له لارې د لویو جراحي عملیاتو د ترسره کولو لپاره فعاله شوې ده.
دغه څانګه د پنځه وېشت سوه زره افغانيو په لګښت فعاله شوې
روغتیاپالان دغه نوې څانګه ډېره مهمه بولي او زیاتوي چې په فعالېدو سره به د ختیځې سیمې ناروغان تر ډېره د درملنې لپاره کابل او بهرنیو هېوادونو ته له سفر کولو بېنیازه شي
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولین هم دغه اقدام ستايي او له خصوصي سکتور څخه غواړي چې ولس ته د لا زیاتو روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي
د لاپراسکوپي جراحي د ګټو په اړه روغتیاپالان وايي چې پکې د وینې د ضایع کېدو کموالی، د زخم د مکروب د مخنیوي امکان، او د ناروغ چټک له بستر څخه رخصتېدل شامل دي.
د روغتون مسوولین وايي چې دغه روغتون د ۱۲۰ بسترونو او د لاپراسکوپي د دوو عملیات خونو په لرلو سره په یوه شپه کې تر شپږو عملیاتو ترسره کولو ظرفیت لري

