مسوولین وایي چې د نورستان او کونړ ولایتونو ترمنځ د نښلوونکي عمومي سړک د یوې برخې د قیر کولو چارې په رسمي ډول پیل شوې دي
د معلوماتو له مخې یاد سړک چې د نورستان له مرکز پارون څخه تر اسداباد ښار پورې غځېدلی ټولټال ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د دواړو ولایتونو ترمنځ د تګ راتګ له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي
اوس مهال د پروژې په دوهم پړاو کې د ۲۲ کیلومتره برخې د قیر اچونې چارې روانې شوې دي
چارواکي زیاتوي چې د دې پروژې د پلي کېدو لپاره ۸۷۷ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي او ټول لګښت به د دولت له پراختیایي بودجې څخه تمویل شي
یاد سړک به اووه متره پلنوالی ولري او د لارې په اوږدو کې به ۶۶ پلچکونه هم جوړ شي څو د اوبو د بهېدو او ترافیکي اسانتیاوو اړتیاوې پوره کړي
د ټولګټو وزارت تخنیکي کارکوونکي وایي هڅه کوي چې د سړک ټولې چارې د ملي او نړیوالو معیارونو له مخې ترسره شي ترڅو پروژه د اوږدې مودې لپاره د خلکو اړتیاوې پوره کړي
بلخوا د سیمې اوسېدونکي د دې پروژې له پیل څخه هرکلی کوي او وایي چې د مناسب سړک نشتوالي د کلونو راهیسې دوي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو
د سیمې خلک باور لري چې د دې لارې اساسي جوړېدل به نه یوازې د نورستان او کونړ ترمنځ تګ راتګ چټک او خوندي کړي بلکې د نورستان د طبیعي ښکلاوو لیدو ته د سیلانیانو د ورتګ زمینه به هم لا پیاوړې کړي

