اسراییل پر بېروت او ورپسې ایران او حزبالله پر اسراییل بریدونه کړي ټرمپ وایي له نتنیاهو به وغواړي چې غبرګون ونهښيي او له تهران یې غوښتي چې د خبرو مېز ته راوګرځي
د راپورونو له مخې اسراییل له لبنان سره په اوربند سربېره تېره ورځ پر بېروت هوايي بریدونه کړي دي
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ایران هم د اسراییل د یادو بریدونو په غبرګون کې پر اسراییل توغندیز بریدونه کړي دي
د راپورونو له مخې حزبالله هم د ایران له بریدونو سره هممهاله د اسراییل په لور توغندي توغولي دي
ټرمپ له فاکسنیوز سره په خبرو کې ویلي د ایران دغه بریدونه پر مذاکراتو منفي اغېز کوي او له تهران یې غوښتي چې بېرته د خبرو مېز ته راوګرځي
دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تر دې مخکې د ایران پر وړاندې سخت دریځ خپل کړی و او د مذاکراتو د ناکامېدو په صورت کې یې د سختو پایلو خبرداری ورکړی و خو اوس له اسراییل څخه د زغم او له تهران څخه د مذاکراتو د بیا پیل غوښتنه کوي.

