د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خپل پوځ ته امر کړی چې د پلازمېنې لبنان په جنوب کې ضاحیه سیمه په نښه کړي. هغه ځای چې د حزب الله اصلي مرکز بلل کېږي
تر دې وړاندې اسرائيلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې د بوفور ستراتيژيکه کلا نیولې چې د بېلابېلو هېوادونو غبرګونونه یې پارولي دي
د لبنان ولسمشر جوزف عون هم د اسرائيل بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې هېواد یې د اسرائيلو له وحشي او د نه منلو تېري سره مخ دی.
هغه پر اېکسپاڼه په یوه اعلامیه کې ژمنه کړې چې د لبنان خلکو په ځانګړي توګه د هغو کسانو د کړاو پای ته رسولو لپاره به کار وکړي چې د بیروت په جنوب کې ژوند کوي
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نیویارک کې د لبنان په اړه بېړنۍ غونډه وکړي.
دا غونډه د نتنیاهو له هغو څرګندونو وروسته پلان شوه چې ویلي یې دي روان بریدونه یې د حزب الله پر وړاندې په پوځي عملیاتو کې یو بنسټيز بدلون بللی دی

