امریکا ویلي چې د روانې اوونۍ په پیل کې یې د ایران پوځي مرکزونه په نښه کړي دي او ایران بیا وايي چې د امریکا د بریدونو په غچ کې یې د دغه هېواد یوه پوځي اډه په نښه کړې ده
دا هرمز تنګي ته څېرمه په شاوخوا اووو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي د بیا زیاتېدو درېیمه پېښه ده
د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي چې د نړیوالو اوبو په اوږدو کې د ایران له لوري د یوې امریکايۍ بېپیلوټه الوتکې د ویشتل کېدو په ګډون یې د ایران د تېري په غبرګون کې د دغه هېواد پر ضد دفاعي بریدونه کړي دي.
د ایران انقلابي ځواکونو یا سپاه پاسداران بیا ویلي چې هغه امریکایۍ هوايي پوځي اډه یې په نښه کړې ده چې د خلیج په سيري ټاپو کې د دوی پر مخابراتي کوټ د برید لپاره کارول شوې وه خو دا یې نه دي ویلي چې د امریکا دا اډه چیرې وه.
د یادولو ده چې د کوېت پوځ د دوشنبې په ورځ وویل چې دافع هوا یې د دوښمن له توغندیزو او ډرون بریدونو سره ښکېله ده خو روښانه یې نه کړه چې دا مداخله په کومه سیمه کې روانه ده
د ایران نیمه دولتي اژانس فارس د خبر له مخې، ایرانیو ځواکونو ګواښ کړی چې که د امریکا یرغل تکرارشي نو دا ځل به د دوی غبرګون ورته بیخي بل ډول وي.

