د افغانستان د سوداګرۍ او پانګهونې خونې په مشرۍ د افغان سوداګرو یو سل کسیز پلاوی د ازبکستان نمنګان ولایت ته په رسمي سوداګریز سفر تللی دی.
د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د سفر پر مهال د افغانستان او ازبکستان د سوداګرو ترمنځ د ۲۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي.
په دغو لیدنو او ناستو کې دواړو لوریو د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا، پانګهونې او اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.
افغان سوداګرو له ازبکستانه غوښتي چې د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو، ټرانزیټ او د مرکزي اسیا او اروپايي هېوادونو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د لېږد لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
چارواکي وایي، د دغه سوداګریز سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ کچې لوړول او د سیمهییزو همکاریو پراخول دي.
د دوی په وینا، دا ډول سفرونه کولای شي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې او د پانګهونې لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.

