په داسې حال کې چې میلیونونه مسلمانان د حج مراسمو د ادا کولو لپاره په مکه مکرمه کې راټول شوي اسراییلي رژیم د درېیم پرلهپسې کال لپاره د لارو په تړلو سره د غزې مسلمانان د حج مراسمو کې له ګډون څخه محروم کړي دي
د غزې د اوقافو او دیني چارو وزارت ویلي په تېرو درېیو کلونو کې د اسراییلي رژیم له لوري د رفح لارې د تړل کېدو له امله تر لس زره ډېر فلسطینیان نه دي توانېدلي چې د حج مراسم ادا کړي
د الجزیرې د راپور له مخې په تېرو درېیو کلونو کې لږ تر لږه ۷۱ فلسطیني حاجیان د اسراییلي رژیم د جګړې پر مهال د حج تر ادا کولو مخکې شهیدان شوي دي

