د ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ لویه لار چې تېره شپه د سېلابونو د راوتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوې ده. د یاد وزارت ویاند محمداشر حقشناس نن پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې د سالنګونو په مسیر کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د تګ راتګ بهیر ځنډېدلی و.
د نوموړي په وینا، د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکو د شپې تر ۱:۳۰ بجو پورې د لارې د پاککارۍ چارې روانې ساتلې او په پایله کې یې لویه لار بېرته د هر ډول ترافیکو پر مخ خلاصه کړه.
حقشناس همدارنګه ویلي، د هوا پېژندنې د وړاندوینو له مخې په راتلونکو دوو ورځو کې د سالنګونو په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو، توپانونو او سېلابونو د راوتلو احتمال شته. نوموړي له مسافرو غوښتي چې د سفر پر مهال له احتیاط څخه کار واخلي او ترافیکي اصول په پام کې ونیسي.
چارواکي ټینګار کوي چې د خرابې هوا او طبیعي پېښو پر مهال د غرنیو لارو کارول له خطر سره مل وي، نو موټر چلوونکي باید د سفر تر مخه د لارې او هوا له وضعیت څخه ځان خبر کړي.

