چین اعلان کړی چې افغانستان، میانمار او لاوس ته د ۴۱ ډوله کیمیاوي توکو د صادراتو لپاره د جواز اخیستو اړوند پخواني مقررات لا هم پر خپل حال پاتې دي. د چیني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد امریکا، کاناډا او مکسیکو ته د صادراتي کنټرول لاندې کیمیاوي موادو لېست هم پراخ کړی دی.
د راپور له مخې، د کنټرول شویو موادو شمېر له ۱۳ څخه ۱۶ ته لوړ شوی او صادرونکي به اړ وي چې د دغو موادو د لېږد لپاره ځانګړی صادراتي جواز ترلاسه کړي. همداراز، د دغو کیمیاوي توکو احتمالي مالګې هم د نوو مقرراتو تر پوښښ لاندې راوستل شوې دي.
د چین د سوداګرۍ وزارت، د عامه امنیت وزارت، د بېړنیو حالاتو مدیریت وزارت، د ګمرکونو عمومي ادارې او د روغتیايي محصولاتو ملي ادارې په ګډه ویلي چې د دې اقدام اساسي موخه د صادراتو د مدیریت پیاوړتیا او د نشهیي توکو په تولید کې د دغو موادو د ناوړه استفادې مخنیوی دی.
چارواکو زیاته کړې چې دغه محدودیتونه یوازې امریکا، کاناډا او مکسیکو ته د مشخصو کیمیاوي موادو پر صادراتو عملي کېږي، خو د نړۍ نورو هېوادونو او سیمو ته د دغو موادو صادرات ځانګړي جواز ته اړتیا نه لري. شنونکي باور لري چې دا اقدام به د نړیوالو کیمیاوي صادراتو پر بازار او سوداګریزو اړیکو هم اغېز ولري.

