د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ رئیس سره په ناسته کې ویلي کډوالي یوه نړیواله، دوامداره او عمومي ستونزه ده او په وینا یې کوم هیوادونه چې کډوال مني، باید د مهاجرینو اړوند نړیوال اصول او قوانین مراعت کړي او د هغوی حقونو ته بشپړ درناوی وکړي.
ده وویل کوربه هیوادونه دې له کډوالو سره ناوړه، سیاسي او انتقامي چلند نه کوي او نه دې هم په زور او اجباري ډول ستنېدو ته مجبوروي
نوموړي وویل هغه نړیوالې ادارې چې د کډوالو په برخه کې فعالیت کوي، یوازې په نصیحتونو او سپارښتنو دې اکتفا نه کوي او په ډېر جرئت دې هغو هیوادونو ته د ملامتیا ګوته ونیسي چې له مهاجرینو سره ناوړه چلند کوي او د هغوی حقونه او نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ رئیس عرفات جمال وویل سره له دې چې اسلامي امارت په ښه توګه د راستنو شویو افغان کډوالو هرکلی کړ، خو په افغانستان کې د کمزوري اقتصادي وضعیت، د جذب محدود ظرفیت او د نړیوالو مرستو د کموالي، پرلپسې وچکالیو، زلزلو او د پاکستان د جګړې له امله افغانان او په ځانګړي ډول اجباري راستانه شوي کډوال ډېرې ستونزې لري.
هغه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر د راتګ موخه له افغان مقاماتو او خلکو سره کتنه، له نږدې څخه د وضعیت لیدنه او پاکستانی لوری دېته قانع کول دي چې د افغان کډوالود باعزته ستنېدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
عرفات جمال په تورخم او سپین بولدک کې د کرښې هاغاړه د افغان کډوالو شته ستونزو ته په اشارې وویل، په اسلام اباد او کابل کې کې د دوی همکارانو له پاکستاني لوري او په کابل کې د پاکستان سفیر سره په هغه اړه خبرې کړي او هغوی ورسره د افغان کډوالو د یادو ستونزو د کمولو ژمنې کړې دي
نوموړی وایي د افغان کډوالو وضعیت له نږدې څارو او وبه ګورو چې پاکستانی لوری څومره په خپلو ژمنو عمل کوي.

