د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د برېکس د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره نوي ډیلي ته سفر کوي
د «سياېناېن» راپور له مخې دا سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې په سیمه کې وروستي بدلونونه او زیاتېدونکې ترینګلتیاوې د برېکس غړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو سلا مشورو له مهمو موضوعاتو ګرځېدلې دي
د برېکس د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د هند په کوربهتوب جوړېږي او تمه ده چې ګډونوال به پکې د سیمهییزو بدلونونو اقتصادي همکاریو څو اړخیزه او نړیوال امنیت په اړه خبرې وکړي

