د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د کندوز ولایت د قلعهزال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون د څه باندې ۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک شوی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې دغه تړون د پنځو کلونو لپاره د «سبحان مومند» شرکت او د اذربایجان «ریف ګروپ» شرکت ترمنځ د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایتالله له خوا د اذربایجان او قرغیزستان د سفیرانو په حضور کې لاسلیک شو
ویل شوي یاد کان ۵.۹۷ کیلومتره مربع مساحت لري او قراردادي شرکتونه به پکې ۲۰ میلیونه او ۲۴۰ زره ډالر پانګونه وکړي.
د تړون له مخې شرکتونه به حکومت ته ۳۰ سلنه رویالټي ورکوي او ترڅنګ به یې ۲۰۰ زره ډالر پر ټولنیزو خدمتونو ولګوي. دغه پروژه به شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه هم برابره کړي.
د اذربایجان او قرغیزستان سفیرانو ویلي د افغانستان د کانونو سکتور کې د لا ډېرو پانګونو لېوالتیا لري، او د کانونو وزارت له همکارۍ یې مننه کړې ده.
بلخوا د کانونو او پټرولیم وزیر ویلي، حکومت هڅه کوي د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو لپاره لا مناسب فرصتونه او اسانتیاوې برابرې کړي، څو د هېواد اقتصادي اړیکې او پانګونې پیاوړې شي.

