کونړ کې سږکال د پیازو کښت زیات شوی دی چې له امله يي په حاصلاتو کې هم زیاتوالی اتکل شوې دی.
د کونړ د کرني ریاست مسولین وايي د مرکز اسداباد په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پر ۲ سوه هکټاره ځمکه د پیازو کښت شوی دی .او ۲ زره ۲ سوه ټنه حاصلات تري اټکل شوې دي
د مسولینو په خبره سږ کال د پیازو په حاصلاتو کې لس سلنه زیاتوالی هم د اټکل وړ ده .
په ورته مهال کې د کونړ کروند ګر که څه هم د خپلو کښتونو او حاصلاتو خوښ دي خو غوښتنه کوې چې دوۍ د سبزیجاتو په برخه کې د یو شمیر ستونزو سره هم مخ دي .
پروخت د کیمیاوې سرو او امراضو ضد درملو . او مناسب او ځانګړي بازار نشتون هغه څه دي چې کروند ګر يې یادونه کوې.
نه یواځي پیاز بلکې په کونړ کې ډیری شمیر سبزیجات کرل کیږي چې لمخي يي د کونړ سربیره د هیواد یو شمیر نورو بازارونو ته هم وړل کیږي .
د بزګرانو په خبره که ددوۍ ستونزو او غوښتنو ته پروخت رسیدنه وشې نو لري نده چې ددي ځایه به سبزیجات بهرنیو هیوادونو ته هم یوړل شې.

