په ننګرهار ولایت افغاني سرې میاشتې له لورې د وروستیو طبيعي پېښو له شهیدانو له کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
په ختیځ کې د افغانۍ سري مياشتې مسوولین وايي هرې کورنۍ ته يې دیرش زره افغانۍ ورکړي او په راتلوونکي هڅه کوي چې د ورانو شو مینو په برخه کې هم ورسره اړینه مرسته وکړي
افغانستان چې په نړیواله کچه د اقلیمي بدلونونو له امله يو تر ټول اغیزمن هیواد دی په دې وروستیو کې ختیځه سیمه او په ځانګړې ډول ننګرهار وروستیو ورښتو کې ستر زیانونه ولیدل چې د ډيرو کورونو چتونو د پریوتو له کبله يو شمیر کسان شهیدان او ځيني ټپیان شول
مرسته ترلاسه کوونکي له دوي سره د شوې مرستې مننه کوي اوله حکومت او مرستندویه بنسټونو د ورانو مينو په ابادولو کې اړینه مرسته غواړي
وروستیو ورښتونو کې ولسي کورنیو ته د ځاني او مالي زیان ترڅنګ ننګرهار کې بزګرانو ته هم ګڼ مالي زیانونه وراوښتي په کرنیزه ځمکو کې ولاړ فصلونه خرابه ، ځينې سیمو کې کرنیزه ځمکې ، ویالې ، پولچکونه ، سربندونه هم د سیلابونو او ورښت له امله تخریب شوي دي
که څه هم زیانمنو سره د حکومتي ادارو او مرستندویه بنسټونو له لورې یبلابیل مرستې شوې ، خو په ټوله کې خلک د ورانو شویو ځايونو په بیا ځلي ابادولو کې لازمه مرسته غواړي.

