د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، افغانستان د راستنېدونکو افغان کډوالو د هرکلي، جذب او ځای پرځای کولو لپاره بشپړ چمتووالی لري او اړتیا نشته چې افغان کډوال د پولې هغې غاړې ته وځنډول شي.
د اسلامي امارت د مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي، هر څومره افغان کډوال چې هېواد ته راستنېږي، د هغوی د تنظیم، خدمتونو او اسانتیاوو برابرولو ظرفیت موجود دی.
اعلامیه زیاتوي چې په پاکستاني لوري کې افغان کډوال د بېلابېلو دلایلو له امله د څو ورځو لپاره تم کېږي او د سړکونو پر سر له سختو ستونزو سره مخ وي. د اعلامیې له مخې، ښځې، ماشومان او سپینږیري هم په دغو کډوالو کې شامل دي چې له ګڼو بشري ستونزو سره مخامخ دي.
همداراز، عالي کمېسیون له نړیوالو مرستندویو بنسټونو او د کډوالۍ نړیواله اداره غوښتنه کړې چې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د نه ځورونې او ژر تر ژره د هغوی د پرېښودو په اړه جدي خبرې وکړي.

