رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکایي سناتورانو یوه پلاوي چین ته د سفر په ترڅ کې د نړۍ د دغو دوو سترو قدرتونو ترمنځ پر ثبات او سولهییزه همکارۍ ټینګار کړی دی.
امریکایي سناتور استیو ډاینز چې د دغه پلاوي مشري کوي د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګیي سره په کتنه کې ویلي موږ د کړکیچونو د کمولو غوښتونکي یو موږ ثبات او متقابل درناوی غواړو
دغه څرګندونې چین ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر په درشل کې شوې دي

