دکورنیو چارو وزارت وایي د جنايي جرمونو په وړاندې مبارزې پولیسو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د څو جلا اقداماتو په ترڅ کې ۲۶ تنه د غلا وژنې او له کوره د تېښتې په تړاو ونیول
د وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي له نیول شوو کسانو څخه؛ ۷ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو او ۴ تنه د درملو د قاچاق په تړاو په هلمند ولایت، ۴ تنه د وژنې په تړاو او ۲ تنه غله له دریو عرادو موټرسایکلونو سره د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې، ۳ تنه غله په ننګرهار، ۲ تنه د دوو عرادو موټرسایکلونو د غلا په تړاو په غور، ۲ تنه له کوره د تېښتې په تړاو په سمنګان، یو غل په نیمروز او یو بل تن هم د یو موټر د غلا په تړاو په خوست ولایت کې نیول شوي دي.

