د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د امریکا له لوري د ازادي پروژې ته په غبرګون ویلي د سیاسي کړکېچ حل لپاره نظامي لار نشته
عراقچي په اېکس لیکلي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د سولې خبرو پر دوام امریکا باید له احتیاط کار واخلي
عراقچي دغه پروژه بېپایلې بللې ده
نوموړي متحده عربي اماراتو ته د سپارښتنې په توګه ویلي اوسنیو شرایطو کې باید محتاط و اوسئ
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا مرکزي قومنداني«سنټکام ویلي هرمز تنګي کې یې د ازادي پروژه د کښتیو خوندي او ازاد تګ راتګ په موخه پیل کړې

