د اسلامي امارت وياند مولوي ذبيحالله مجاهد وايي چې ملا عبدالاحد فضلي د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر په توګه ټاکل شوی ملا محمد حنیف حمزه د فاریاب والي، مولوي عبدالرحمن حقاني د خوست والي او مولوي عبدالله مختار د بغلان والي په توګه ګومارل شوي دي
همداراز ملا محمد ولي جان د بادغیس د والي په توګه ټاکل شوی دی
په دې لړ کې یو شمېر نور بدلونونه هم راغلي چې پکې د بېلابېلو ولایتونو د امنیه قوماندانانو، مرستیالانو او ځینو مرکزي بستونو لپاره نوې ګومارنې شاملې دي
ويلکېږي چې دا بدلونونه د اداري چارو د ښه تنظیم، همغږۍ او اغېزمنتیا د پیاوړتیا په موخه ترسره شوي دي

